د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۵۳
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د سپین بولدک ولسوالۍ د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤلینو د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي کمپاین ترسره کړ.
د دې کمپاین په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په شپږمه ناحیه کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه. مسؤلین وایي چې یو تن غوښتل دا بوټي په غیرقانوني ډول انتقال کړي او د شخصي موخو لپاره یې وکاروي، خو پر وخت اقدام وشو او مخه یې ونیول شوه.
ریګي بوټي د دښتي او ریګي سیمو لپاره ارزښتناک ګڼل کېږي، ځکه چې د دوی ساتنه د هوا ککړتیا کموي، د ریګ د خپرېدو مخنیوی کوي او د سیمې ایکولوژیکي توازن ساتي.
د یادونې وړ ده چې د کرنې ریاست په وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پرېکولو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر کمپاینونه ترسره کړي دي. دوه ورځې وړاندې هم د سپین بولدک ولسوالۍ پنځمه ناحیه کې د سسي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د فراه ولایت په شنو خونو کې د ۱۸ زره کسانو بوختیا

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال شاوخوا ۱۸ زره تنه نارینه او ښځینه د دې ولایت په شنو خونو کې په کار بوخت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۰:۲۵
Background image

جوزجان کې د آقچې مسلخ څخه دکرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د هلمند دکرنې رییس؛ د سویابینو کرکېله د هلمند له اقلیم سره برابره ده او نړۍوال بازار لري

۲۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په لړ کې، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي همکارۍ د سویابینو. . .

بازگشت