خوست کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې؛ د زیتونو سلګونه نیالګې کښېنول کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳
خوست کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې؛ د زیتونو سلګونه نیالګې کښېنول کېږي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د زیتونو حاصلاتو د زیاتوالي په پارد هلو ځلو په دوام د یاد ریاست له خوا ددې ولایت د شیخ زاید پوهنتون سره د زیتونو ۸۰۰ نیالګیو مرسته وشوه.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زیتونو یاد اصلاح شوي نیالګي د شیخ زاید پوهنتون په سیمه کې کښېنول کېږي، چې موخه یې د پوهنتون د چاپېریال سمسورتیا او په ټوله کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې  د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د خوست ولایت د باک ولسوالی په «سپیرکي، توکاک او کوټکی» کلیو کې د زیتونو نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه، چې په ترڅ کې به یې ۱۵ زره د زیتونو نیالګي کېنول شي.
خوست دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات لري او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي.د زيتونو تيل نه يوازې د خوراک لپاره مهم دي، بلکې په طبي، درملو، او ښکلايي محصولاتو کې هم کارول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت