کابل ښارکې د څلورو خوړنیزو او درملو تولیدي شرکتونو فعالیت څخه څارنه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۵۵
کابل ښارکې د څلورو خوړنیزو او درملو تولیدي شرکتونو فعالیت څخه څارنه 

۲۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د امارتي لوړپوړو چارواکو پلاوی د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څلورو خوړنیزو او درملو تولیدي شرکتونو له فعالیت څخه څارنه وکړه.
یاد پلاوي، چې مشري یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني کوله په ترکیب کې یې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال انجینر سلطان محمد زبیر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو شمېر رییسانو او سلاکارانو، او د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې غړو ګډون درلود، چې د سرکوتل او د خیرخانې د لومړۍ حصې له تولیدي شرکتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
ددې څارنې پر مهال، د سلام طیب د خوړنیزو موادو تولیدي شرکت، د امرالله یوسفزي تولیدي او بسته‌بندۍ شرکت، د آسیا ستار درملو فابریکه، او د ملکه پروین تولیدي فابریکه، چې ټاکل شوې د سیرومو د تولید په پرخه کې فعالیت وکړي، وڅېړل شول.
مولوي صدراعظم عثماني د دې څارنې پر مهال ټینګار وکړ چې دا ارزونه د ریاست‌الوزراء د هدایت له مخې ترسره کېږي، تر څو معلومه شي چې یادې فابریکې د خپلو تولیداتو پر مهال لازم معیارونه مراعتوي که نه. هغه زیاته کړه، چې د دې ارزونې موخه، د فعالو شرکتونو تقدیرول او هغوی ته د ملي او نړۍوالو معیارونو د رعایت په اړه لازمې مشورې ورکول دي.
د یادو شرکتونو چارواکو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او یاد پلاوی ته د خپلو فابریکو او لابراټوارونو بېلابېلې برخې توضیح کړل.

نظارت از فعالیت چهار شرکت تولیدی مواد غذایی و ادویه در کابل
۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی از مقام‌های امارتی از فعالیت چهار شرکت تولیدی مواد غذایی و ادویه در نواحی مختلف شهر کابل نظارت کردند.
این هیئت به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور انجینر سلطان محمد زبیر معین پالیسی وزارت مالیه، شماری از رؤسا و مشاوران وزارت صنعت و تجارت و اداره دوا و غذای وزارت صحت عامه، از شرکت‌های تولیدی در سرکوتل و حصه اول خیرخانه بازدید به عمل آوردند.
در جریان این نظارت، فعالیت‌های شرکت‌های تولیدی مواد غذایی سلام طیب، شرکت تولیدی و بسته‌بندی امرالله یوسفزی، فابریکه تولید ادویه آسیا ستار و فابریکه تولیدی ملکه پروین که قرار است در زمینه تولید سیروم فعالیت کند، بررسی شد.
مولوی صدراعظم عثمانی در جریان این بازدید تأکید کرد که این نظارت به هدایت ریاست‌الوزراء انجام شده تا مشخص شود که آیا این کارخانه‌ها در تولید محصولات خود معیارهای لازم را رعایت می‌کنند. وی افزود که هدف از این بررسی، تقدیر از شرکت‌های فعال و ارائه توصیه‌های لازم به آن‌ها برای رعایت استانداردهای ملی و بین‌المللی است.
مسئولان این شرکت‌ها نیز ضمن ارائه معلومات در مورد فعالیت‌های خود، بخش‌های مختلف فابریکه‌ها و لابراتوارهای‌شان را به هیئت توضیح دادند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت