د کرنې د ودې د کنفرانس دوام: د غوره تولید په پار لیدلوري شریکول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۵:۲۵
د کرنې د ودې د کنفرانس دوام: د غوره تولید په پار لیدلوري شریکول

۵ لیندۍ ۱۳۹۸
د کرنې د ودې د ملي کنفرانس ګډونوال نن له غرمې مخکې د اوړو، بورې، وریجې، غوړي، د چرګانو او کبانو غوښینو محصولاتو او د چرګانو هګۍ، لبني توکي او پر بهرني واردات خبرې اترې وکړې.
د یادو توکو د هر یوه توکي د برخې استازی خپلې طرحې، نظرونه، لاسته راوړنې، ستونزې او وړانیدزونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او د کرنې او مالدارۍ د معینیت چارسمبال محبوب الله ننګ په شتون کې وړاندې کړل.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ معینیت چارسمبال ګډونوالو ته وویل: «ستاسو له هراړخیزو نظرونو مننه کوو، موږ په دې برخه کې کمېټې ایجادي کړي تر څو د خصوصي سکټور او نورو وزارتونو په همکارۍ له تاسو سره مرستې او همکاري وکړو. موږ په دې برخه کې ستاسو ملاتړ یو.»
کرنیزي ماشینرۍ چمتوکول، نوي او عصري کرنیز ټکنولوژۍ سره بلدتیا، باکیفیته کیمیاوي سرې چمتو کول، باکیفیته تخمونه، د صادراتو او پلور په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول او پر اصلاح شویو تخمونو څېړنه او په دې برخه کې د وړتیاوو لوړول د ګډونوالو غوښتنې وې، ترڅو د کمیت او کیفیت له پلوه غوره محصولات چمتو کړي.
دغه راز د کرنې پوهنځي استادانو هم بڼوالو، کروندګور، د شېدې تولیدوونکو او نورو بر خو فعالینو سره خپل نظرونه شریک کړل تر څو د کرنې د پراختیا په اسټراټیژي کې ور ته ځای ورکړل شي.
له غرمې وروسته به په دې کنفرانس کې د انځرو، جلغوزې، پستې، بادام، بادرنګ، رومي، خټکي، هنډواڼې، پیاز او زعفرانو د صادراتو پر پیاوړتیا خبرې اترې ووشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت