د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د لګښت راپور غونډه دائره شوه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۲۵
جلسه ارائه گزارش مصرف بودجه سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت دایر شد

۸ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د لګښت راپور غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان "حاجي سالم" په مشرۍ جوړه شوه.  
په یاده غونډه کې، مالي او اداري مرستیال د ریاستونو د کړنو او د خلکو د تمو په اړه خبرې وکړې او د کارونو د چټکتیا غوښتنه یې وکړه. ورپسې، د مالي ریاست مسوولینو د پروژو د پرمختګ راپور وړاندې کړ او د وزارت رییسانو او سلاکارانو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.  
همدارنګه، د ځینو پروژو د مالي او اداري ستونزو په اړه بحث وشو او د کارونو د لا ښه والي لپاره وړاندیزونه مطرح شول.  
په پای کې، مالي او اداري مرستیال د بودیجې پر شفافیت او اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ او د ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه یې وکړه، څو د کرنې سکتور ټاکل شوې موخې ترلاسه شي.


جلسه ارائه گزارش مصرف بودجه سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت دایر شد
۸ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه ارائه گزارش مصرف بودجه سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست ملاآغاجان "حاجی سالم" معین مالی و اداری این وزارت برگزار شد.
در این جلسه، معین مالی و اداری وزارت زراعت ضمن صحبت درباره اجراآت ریاست‌ها و انتظارات مردم، بر تسریع روند پیشرفت کارها تأکید کرد. سپس، مسئولان ریاست مالی گزارش پیشرفت پروژه‌ها را ارائه کرده و روسا و مشاوران وزارت در مورد فعالیت‌های خود توضیح دادند.
همچنین، روی چالش‌های مالی و اداری برخی پروژه‌ها بحث صورت گرفت و پیشنهادهایی برای بهبود روند اجراآت مطرح شد. در پایان، معین مالی و اداری بر شفافیت و استفاده مؤثر از بودجه تأکید کرده و بر هماهنگی بیشتر میان ریاست‌ها جهت تحقق اهداف زراعتی کشور تأکید کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت