د کرنې وزیر د اندخوی ولسوالی په بابا علی مدرسه کې د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۳۸
د کرنې وزیر د اندخوی ولسوالی په بابا علی مدرسه کې د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ 

۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د فاریاب ولایت د سفر پر مهال د اندخوۍ ولسوالی د بابا علی  مدرسې د دوه سوه څخه د ډېرو فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې چې ځیني علماء، قومي مشران، سیمه‌ییز مسؤلین او د بابا علی مدرسې فاضلان حاضر وو، د کرنې وزیر د وینا پر مهال د دیني علومو پر ارزښت ټینګار وکړ او د مدرسو رول یې د ځوان نسل په روزنه او د اسلامي معارفو په پراخولو کې مهم وباله.
نوموړي زیاته کړه چې علم، په ځانګړي ډول دیني علوم، د سالمې او بریالۍ ټولنې اساسي ستنې دي او د دیني مدرسو فارغین کولی شي د علم او تقوا له لارې د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا او د خلکو په خدمت کې اغېزناک رول ولوبوي.
همداراز، ځینو علماوو او قومي مشرانو هم په دې محفل کې ویناوې وکړې او د دیني مدرسو د ملاتړ او د اسلامي معارفو د ترویج پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د پروګرام په پای کې فارغینو ته د فراغت تصدیق‌لیکونه ورکړل شول.

اشتراک وزیر زراعت در مراسم فراغت فاضلین مدرسه باباعلی در ولسوالی اندخوی
۴ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در جریان سفر خود به ولایت فاریاب، در مراسم فراغت بیش از دوصد تن از فاضلین مدرسه باباعلی در ولسوالی اندخوی اشتراک کرد.
در این مراسم که شماری از علما، بزرگان قومی، مسئولان محلی و دانش‌آموختگان مدرسه علی‌بابا حضور داشتند، وزیر زراعت در سخنرانی خود بر اهمیت علوم دینی در رشد و پیشرفت جامعه تأکید کرده و نقش مدارس را در تربیت نسل جوان و آگاه‌سازی آنان از معارف اسلامی برجسته دانست.
وی افزود که علم، به‌ویژه علوم دینی، زیربنای یک جامعه سالم و موفق بوده و فارغ‌التحصیلان مدارس دینی می‌توانند با کسب دانش و تقوا، در راستای تقویت ارزش‌های اسلامی و خدمت به مردم نقش مؤثری ایفا کنند.
در این محفل، شماری از علما و بزرگان قومی نیز سخنرانی کرده و بر ضرورت حمایت از مدارس دینی و ترویج معارف اسلامی تأکید ورزیدند. در پایان برنامه، به فارغین این مدرسه تصدیق‌نامه‌های فراغت توزیع شد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د. . .

بازگشت