د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا بهرنیو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۱۳
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا بهرنیو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د صنعت او د بهرنیو چارو وزارت د املاکو د حفاظت او ساتنې لوی مدیر مولوی مطیع الله عابد ګډون درلود، د اراضۍ لوی رياست لخوا بهرنیو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا بهرنيو چارو وزارت ته بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالی کې په ۲ جريبه ځمکه باندې د قونسلي بندر د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې د لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د بهرنيو چارو وزارت د املاکو د حفاظت او ساتنې لوی مدير مولوي مطیع الله عابد تر منځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت