کابل کې د څارویو د ریخک ضد واکسین کمپاین پیل شو 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۴۴
کابل کې د څارویو د ریخک ضد واکسین کمپاین پیل شو 

د کابل ۹ ولسوالیو« پغمان، کلکان، شکر درې، قره باغ، ده سبز، سروبي، خاکجبار، چهاراسیاب او موسهي» کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کرنې او خوراک نړیوال سازمان اف اې او د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ، د کوچیانو او نورو مالدارانو څارویو ته د ریخک (لیونتوب) ناروغیو د مخنیوي واکسین کمپاین پیل شو.  
یاد کمپاین دکابل د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او د څارویو د روغتیا امریت، د هالینډ کمېټې او اف اې او ولایتي استازو له لوري د څو څارویو په واکسین کولو رسماً پرانستل شو. د دې کمپاین په لړ کې به ۲۲زره او ۵۰۰ ډوزه څاروي د ریخک پر وړاندې واکسین شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د یادو ناروغیو د مخنیوي په موخه په زرګونو څارویو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت