کندهار کې د شپږو میاشتو په اوږدو کې ۲۶۲ زره څاروي واکسین شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۱۸
کندهار کې د شپږو میاشتو په اوږدو کې ۲۶۲ زره څاروي واکسین شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پرله‌پسې هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار په مرکز او ۱۷ ولسوالیو کې ۲۶۲ زره لوی او کوچني څاروي واکسین شوي دي. دا واکسینونه د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د مسلکي پاراوټرانو له لوري تطبیق شوي دي.
په دغو واکسینونو کې ۱۵۰ زره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» او ۱۱۲ زره د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ تطبیق شوي دي. یاد واکسینونه د غواګانو د پوستکي «ال،اس،ډي»، د غواګانو د پښو او خولې ناروغۍ «اف،ام،ډي»، د کوچنیو څارویو د طاعون «پي،پي،آر»، د کوچنیو څارویو د چیچک  او د کوچنیو څارویو د چنجیو ضد ناروغیو لپاره ورکړل شوي دي.
ددغو  واکسینونو موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د مړینې کچې کمول، په لیرې پرتو ولسوالیو کې د سالمې مالدارۍ لپاره اړین واکسینونه چمتو کول، او مالدارۍ ته پراختیا ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ سکتور ته زیاته پاملرنه کړې او هڅه کوي، چې مالدارانو ته اړینې مرستې چمتو کړي. همداراز، د سالمې مالدارۍ د ودې لپاره لازم ګامونه اخلي، چې په پایله کې به د کندهار مالدارۍ لا ښه وده وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت