هېواد کې د سوداګریزو بڼونو پراختیا په پار د کرنې وزارت هڅې؛ نورستان کې د انګورو سوداګریز بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴۱
هېواد کې د سوداګریزو بڼونو پراختیا په پار د کرنې وزارت هڅې؛ نورستان کې د انګورو سوداګریز بڼونه جوړېږي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د نورګرام، کامدېش، وایګل او واما ولسوالیو کې ځمکوالو او بڼوالو ته د انګورو ۱۰ سوداګریز بڼونه جوړېږي.
دا پروژه د نورستان ولایت  د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست د پراختیایي پروژې له لارې د ۴۲۸ زره او ۷۰۰   په لګښت  پلی کېږي.
دغه راز ټاکل شوې، هغو بڼوالو او ځمکوالو ته چې د انګورو سوداګریز بڼونه ورته جوړېږي، د پستې د انګورو بڼونو د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د انګورو بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شي.
ددغو بڼونو په جوړېدو سره نه یوازې د مېوو تولید زیاتېږي، بلکې د سيمې بزګرانو ته به د کار زمینه برابرېږي.
افغانستان د کال په درېیو فصونو  کې بهرنۍ مېوې واردوي او دا مېوې له لرېو هېوادونو په لوړه بیه هېواد  ته واردېږي. د کارپوهانو په خبره په هېواد کې د سوداګریزو بڼوڼو په جوړېدو سره به د بهرنیو وارداتو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت