میدان وردګو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۹
میدان وردګو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه 

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو په دې ولایت کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وکړه، څو د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور مخه ونیسي.  
د دې څارنې پر مهال، درمل پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې د بې‌کیفیته درملو له پلور څخه ډډه وکړي، حیواني او نباتي درمل سره جلا وساتي، د درملتونونو پاکوالي ته پام وکړي، او خپلې چارې د کرنې وزارت د اصولو مطابق پر مخ یوسي.  
همداراز، هغه درملتونونه چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نه لرل یا د جواز موده یې پای ته رسېدلې وه، وتړل شول. پلورونکو ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره خپل جوازونه نوي کړي. پر دې سربېره، هغو درملتونونو ته چې غیرمسلکي کسانو اداره کول، لازمې سپارښتنې وشوې.  
د دې ارزونې موخه د غیرمسلکي کسانو له لوري د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو، او غیرقانوني درملو د پلور مخنیوی و.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت