کندهار کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ چکډېمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۵:۱۰
کندهار کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ چکډېمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول  

۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د روان ۱۴۰۳ هـ ش کال د لسو میاشتو په اوږدو کې د کندهار په ۹ ولسوالیو کې د ۲۶ میلیونه او ۷۳۱ زره افغانیو په ارزښت ۱۱ چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت تر څارنې لاندې، د ودانیزو شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی ورعاه د ځانګړي فرمان په اساس، دغه پروژې بشپړې شوې.
د کرنې ریاست د چکډیمونو د برخې مسؤل انجنیر نورمحمد همکار وویل چې یاد چکډیمونه د تېرو لسو میاشتو په اوږدو کې د غورک، کښته میوند، لوړ میوند، خاکریز، لوړ شاولیکوټ، ریګستان، او خاکریز ولسوالیو کې یو یو او په نېش او ارغستان ولسوالیو کې دوه دوه جوړ شوي دي.
د انجنیر همکار په وینا، د دې پروژو په جریان کې د یادو ولسوالیو شاوخوا ۳۵۰ سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته په فني او غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د دې چکډېمونو له ګټې اخیستنې وروسته به په نږدې راتلونکي کې د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم تر کار لاندې نورو چکډیمونو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت