د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اوبو بېړنۍ مرستې پروژې له مسئولینو سره وکتل  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۳:۵۱
دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی با مسئولان پروژه کمک اضطراری آب

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د اوبو بېړنۍ مرستې پروژې «ډبلیو اي آر پي» له مسئولینو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې ناسته کې د پروژې رییس جولای دو پیسون، د پروژې مرستیال نذیر بشارت او د دې پروژې د کرنې مسئول احمد ضیاء شتون درلود.
مولوي باز محمد فیضان د کرنې وزارت او موسسو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د کرنې وزارت او موسسو ترمنځ همغږي اړینه ده څو بزګرانو ته اغېزمن خدمات وړاندې شي.» نوموړي زیاته کړه: «بزګران د اوبو سرچینو او د اوبو لګولو سیستمونو ته جدي اړتیا لري. د چکډمونو، سربندونو، د اوبو لګولو کانالونو جوړول او د ځنګلونو پیاوړتیا د موسسو همکارۍ ته اړتیا لري.»
په دې ناسته کې د ډبلیو اي آر پي پروژې رئیس جولای دو پیسون د دې پروژې اساسي موخه د اوبو سرچینو ته نږدې د سولر سیستمونو جوړول وبلل او زیاته یې کړه: «یو شمېر شبکې تثبیت شوي، او له تایید وروسته به پرې کار وکړو. دا سیستمونه د سیندونو سره نږدې للمي ځمکې تر پوښښ لاندې راولي».
د کرنې وزارت مشرتابه تل هڅه کوي، چې د ملي او نړیوالو موسسو د هڅونې او همکارۍ جلبولو له لارې د مرکز او ولایتونو په کچه د رغنده پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی با مسئولان پروژه کمک اضطراری آب
۲ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسئولان پروژه کمک اضطراری آب (WERP) دیدار و گفتگو کرد. در این دیدار،  جولای دو پیسون رئیس پروژه، نذیر بشارت معاون پروژه، و احمد ضیا مسئول زراعت این پروژه حضور داشتند.
مولوی بازمحمد فیضان بر اهمیت هماهنگی میان وزارت زراعت و موسسات تأکید کرده و گفت: «هماهنگی میان وزارت زراعت و موسسات ضروری است تا خدمات مؤثری برای دهاقین ارائه گردد.» وی افزود: «دهاقین نیاز مبرم به منابع آب و سیستم‌های آبیاری دارند. ایجاد چکدم‌ها، سربندها، کانال‌های آبیاری، و تقویت جنگلات به همکاری مؤسسات نیازمند است.».
در این دیدار، جولای دو پیسون رئیس پروژه WERP، هدف اصلی این پروژه را ساخت سیستم‌های سولر در نزدیکی منابع آبی عنوان کرد و افزود: «چندین شبکه تثبیت شده است و پس از تأیید، روی آن‌ها کار خواهیم کرد. این سیستم زمین‌های للمی نزدیک دریا را تحت پوشش قرار می‌دهد».
رهبری وزارت زراعت همواره تلاش دارد تا با تشویق و جلب همکاری موسسات ملی و بین‌المللی، زمینه تطبیق پروژه‌های سازنده در مرکز و ولایات را فراهم کند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت