کندهار کې د منګالي فارم جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۳۴
کندهار کې د منګالي فارم جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کندهار لوړ شاولیکوټ ولسوالی سربند پل ته څېرمه د منګالي فارم د جوړېدو چارې پیل شوي، چې تر دې دمه یې جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي. د دې فارم د جوړېدو د پرمختګ او کیفیت ډاډ لپاره د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیرانو په پرله‌پسې توګه ورڅخه څارنه کوي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار د دې فارم د چارو څخه څارنه کړې او اړوند مسؤلینو ته یې د پرمختګ او کیفیت د لا ښه والي لپاره اړینې سپارښتنې کړې دي. نوموړي څرګنده کړه، چې د فارم پاتې چارې به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي.
د منګالي فارم جوړېدو چارې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳ میاشتي وړاندې پیل شوي دي. دا فارم د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو د وېش او روزنې لپاره جوړېږي. د دې فارم په جوړېدو سره به د کندهار او نورو ولایتونو لپاره نیالګي وروزل شي. 
د کندهار کرنې ریاست تل هڅه کوي، چې د خپلو پراختیایي او غیر پراختیایي پروژو څخه د چارو د ښه ترسراوي او چټکتیا لپاره د خپلو مسلکي کارکوونکو په مټ څارنه وکړي، ترڅو چارې په ښه توګه پر مخ یوړل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت