د بغلان ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۳۲
د بغلان ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه  

۱۲ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو د پوزه ایشان کرنیز څېړنیز فارم د فعالیتونو ارزونه وکړه.  
په دغه فارم کې د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارمندانو د غنمو او اوربشو د مورنيو او هستوي تخمونو کښت ترسره کړی، چې د کرنې او روزنې ټول مراحل به یې د مسلکي ټیم له لوري ترسره کېږي.  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي رحیم الله "احدي" او د کرنیزو چارو آمر الحاج مولوي نعمت الله نوري د یاد فارم څخه لیدنه وکړه او د کرنیزو فعالیتونو د پرمختګ لپاره یې د مدیریت کړنې وستایلې.  
د یاد فارم فعالیتونه د بغلان ولایت کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره مهم بلل کېږي، چې د لوړ حاصل لرونکو تخمونو تولید او وده یې اساسي موخه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۵:۱۵
Background image

په کندهار کې د ګني نبات کرنې پیل او د کوکنارو غوره بدیل 

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د ګني نبات کرنه پیل کړې، چې د مسؤلینو په وینا، د کوکنارو لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو کې د اوبو ذخیرې او کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت صبریو او یعقوبیو ولسوالیو اړوند د آبادخانې کلي د اوبو ذخیره او کانال پروژه د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کرنې او ترانسپورت وزارتونو ترمنځ د ځمکې لېږد تړون لاسلیک شو  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ۲۵۰ جریبه ځمکې د لېږد تړون د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سره لاسلیک کړ.
دغه ځمکه. . .

بازگشت