د بغلان پوزه اېشان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۲:۴۲
د بغلان پوزه اېشان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د بغلان د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د پوزه اېشان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو باندې څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې پر ګڼو بوټو ملي او نړۍوالې تجربې په دریو بخشونو ګی  (داصلاح ، اګرانومي او ناروغیو)  کرنه ترسره او د جرمنشین نتایج یی راټولېږي او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي هم روزل کېږي.
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی رحیم الله احدي وايي، په دې فارم کې د ډول ډوو بوټو په یوشمېر ورایټیو څېړنې روانې دي. 
ښاغلی احدي وویل، چې د بغلان  ددکرنې ریاست په پام کې لري، چې په بغلان کي د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې دا مهال د پوزه اېشان څیړنیز فارم کې دغه تجربې د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي، چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت