د بغلان پوزه اېشان څېړنیز فارم کې په ګڼو نباتاتو څېړنې روانې دي

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د بغلان د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیریت مسلکي کارکوونکو لخوا د پوزه اېشان څېړنیز فارم کي د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو باندې څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې پر ګڼو بوټو ملي او نړۍوالې تجربې په دریو بخشونو ګی (داصلاح ، اګرانومي او ناروغیو) کرنه ترسره او د جرمنشین نتایج یی راټولېږي او ترڅنګ یې د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو نیالګي هم روزل کېږي.
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی رحیم الله احدي وايي، په دې فارم کې د ډول ډوو بوټو په یوشمېر ورایټیو څېړنې روانې دي.
ښاغلی احدي وویل، چې د بغلان ددکرنې ریاست په پام کې لري، چې په بغلان کي د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کي د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي تر څو له مخي یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې دا مهال د پوزه اېشان څیړنیز فارم کې دغه تجربې د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي، چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره شي.