کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۸:۳۱
کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې  

د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ بغکه سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډي. پي) په مالي ملاتړ او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ، د ۱۵ میلیونه ۹۸۹ زره افغانیو په ارزښت د چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې.
یاد چک‌ډېم ۸۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره لوړوالی لري، چې د جوړېدو چارې به یې د درېیو اونیو په اوږدو کې په اساسي او پاخه ډول بشپړې شي. د دې پروژې پر مهال ۲۰ کسانو ته په فني او ۶۰ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د چک‌ډېم د جوړېدو موخه د باراني اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول، او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ دی، ترڅو د اوبو اړوند ستونزې حل او د سیمې اقتصادي وضعیت ښه شي.
یادونه باید وشي، چې له دې وړاندې هم د خاکریز ولسوالۍ اټلي سیمه کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بل چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۲۶
Background image

کرنې وزارت کې د قوش تېپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه


۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ د قوش تېپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه، چې پکې د قوش. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۷۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (او،اچ،ډبلیو) مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې نږدې ۱۲۰۰ څاروي معاینه شوي

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې یو زر او ۱۹۶ څاروي معاینه شوي. . .

بازگشت