خوست کې د څارویو د واکسین کمپاين پیل شو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۹:۵۷
خوست کې د څارویو د واکسین کمپاين پیل شو  

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت لخوا د خوراک او کرنې نړیوال سازمان ایف اې او په همکارۍ، د واړه او غټو شخوند وهوونکو څارویو لپاره د واکسین کمپاین پیل شو.  
د یاد کمپاین له مخې، ۱۰۰ زره مېږې او وزې د ځیګاکي (پي پي آر) پر وړاندې او ۱۶ زره غواګانې د طبق (ایف ایم ډي) ناروغۍ پر وړاندې واکسین کېږي. دا کمپاین به د خوست مرکز او د دې ولایت ټولو دولس ولسوالیو کې ترسره شي.  
ځیګاکي (پي پي آر) او طبق (ایف ایم ډي) هغه خطرناکې ناروغۍ دي، چې د څارویو روغتیا او د مالدارانو اقتصادي وضعیت ته جدي زیان رسوي. د دې کمپاين موخه د ناروغیو مخنیوی او د څارویو روغتیا خوندي کول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت