هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخيص په موخه پلاوی بلخ او جوزجان ولايتونو ته سفر وکړ 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۱۸
هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخيص په موخه پلاوی بلخ او جوزجان ولايتونو ته سفر وکړ 

۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخيص په موخه پلاوی، چې په کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د اراضۍ ادارې د ارزونې، استملاک او بيا مېشتدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب، د بلخ ولایت مرستیال مولوی نورالهدا ابو ادریس، د بلخ ولایت ښاروال، د کرنې رییس او یوشمېر نورو مسؤلينو ګډون لري بلخ او جوزجان ولايتونو ته سفر وکړ .
ددې سفر په ترڅ کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم ټولو مسؤلينو ته وويل: «نن موږ او تاسې دلته په دې سړه هوا کې د يو ملي پروژې چې هغه د هېواد د څړځايونو سروې او تشخيص دی سره راټول شوي يو چې وشو کولای د هېواد ټولې هغه ځمکې چې د کلونو راهيسې د هغو سروې او تشخيص په سمه توګه نده شوې هغه بررسي کړو ترڅو هم د خلکو حق او هم بیت المال خوندي وساتل شي.»
ښاغلي مظلوم زیاته کړه: «نن چې په هېواد کې په بشپړه توګه امنيت تامين دی نو دا زموږ او ستاسو مسؤليت دی، چې له دغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړو او د هېواد په بيا رغونه او همدارنګه خلکو ته د ژوند د اسانتياوو برابرولو په برخه کې هم خپل مسووليت ادا کړو».
نوموړی ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په خپله دنده کې له پوره دقت، اخلاص او ايماندارۍ څخه کار واخلي او کوښښ وکړي، چې خپل مسووليت په سمه توګه سرته ورسوي.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل او د اراضۍ ادارې د ارزونې، استملاک او بيا مېشتدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب هم په خپل وار د اراضۍ لوی رییس د خبرو په تاييد خپلې لارښوونې او سپارښتنې ټولو کارکوونکو ته چې په دغه سروې کې شتون لري وکړې.
په پای کې ټولو مسؤلينو د دغه پروسې د ښه پرمختګ او همدارنګه د خنډ او ځنډ څخه د مخنيوي په موخه ټولو کارکوونکو ته د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې ده، چې دغه پروګرام فارياب ولايت کې په بشپړه توګه سرته رسېدلې او اوسمهال د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالی کې افتتاح او وروسته له بلخ ولایت څخه جوزجان ولايت او له هغه  وروسته به د هېواد نورو ولايتونو کې هم تطبيق شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له دفترونو او درسي پروګرامونو څخه لیدنه وکړه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د یاد وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له دفترونو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

پکتیا کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیا په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

ننګرهار کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت په. . .

بازگشت