د هلمند ناوه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۴۰
د هلمند ناوه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د ناوې ولسولی د کرنیزو خدمتونو مدیریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت کارکوونکو له لوري ګڼو  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه روزنه وکړل شوه.
ددې ترڅنګ په دې رونیز پروګرام کې  دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي هم دغو بزګرانو ته سپارښتنې او لارې چارې وښودل شوې.
دیادو زده کړو په ترڅ کې به د بزګرو د غنمو حاصلاتو په سالمه روزنه، ناروغیو مخنیوی او حاصلاتو په ډېرښت کې د پام وړ بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت