د کرنې وزیر «کرنه د سولې لپاره» مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۰:۱۹
دیدار وزیر زراعت با مسئولان موسسه "زرع برای صلح"


۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د «کرنه د سولې لپاره» مؤسسې له بنسټ‌اېښودونکی جیمز برټ او د دې مؤسسې له یو شمېر نورو چارواکو سره د کرنې په وزارت کې وکتل.
په دې لیدنه کې، مولوي عطاالله عمري په پراختیایي پروژو کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «هغه بودیجه چې د افغانستان په نوم ځانګړې شوې ده، باید د پروژو د چارواکو له خو په شفاف ډول ولګول شي، ترڅو د افغان بزګرانو او خلکو په ګټه تمامه شي.»
نوموړي همدارنګه د ځینو مؤسسو د بودیجې لګښت پر کړنلارو نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه: «ډېرې مؤسسې لوړ اداري لګښتونه لري، او د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بودیجه په بېلابېلو نومونو بېرته بهر ته لېږدول کېږي. ملي او نړۍوالې مؤسسې باید په بشپړه شفافیت سره کار وکړي.»
په همدې حال کې، جیمز برټ، «کرنه د سولې لپاره» مؤسسې بنسټ‌اېښودونکی وویل: «که له امارت اسلامي سره هوکړه وشي، موږ به په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژه پلې کړو.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د ملي او نړۍوالو مؤسسو همکارۍ راجلب او په مرکز او ولایتونو کې بېلابېلې پروژې عملي کړي.

دیدار وزیر زراعت با مسئولان موسسه "زرع برای صلح" 
۱۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با جیمز برت بنیان‌گذار موسسه "زرع برای صلح" و شماری از مسئولان این موسسه در مقر وزارت زراعت دیدار کرد.
در این دیدار، مولوی عطاءالله عمری بر شفافیت در تطبیق پروژه‌های انکشافی تأکید کرده و گفت: «بودجه‌ای که به‌نام افغانستان اختصاص می‌یابد، باید به‌صورت شفاف توسط مسئولان پروژه‌ها مصرف شود تا به نفع دهقانان و مردم افغانستان تمام شود.»
وی همچنین با انتقاد از شیوه مصرف بودجه توسط برخی موسسات اظهار داشت: «اکثریت موسسات هزینه‌های اداری بالایی دارند و بخشی از بودجه‌ افغانستان به‌نام‌های مختلف دوباره به خارج برمی‌گردد. موسسات ملی و بین‌المللی باید با شفافیت کامل کار کنند.»
در همین حال، جیمز برت بنیان‌گذار موسسه "زرع برای صلح" اظهار داشت: «در صورت توافق با امارت اسلامی، پروژه‌ای به ارزش ۹ میلیارد دالر را برای مقابله با تغییرات اقلیمی در افغانستان تطبیق خواهیم کرد.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در تلاش است با جلب همکاری موسسات ملی و بین‌المللی، پروژه‌های متنوعی را در مرکز و ولایات افغانستان عملی سازد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت