ننګرهار کې ۱۰۰ بزګرانو ته د ورمي کمپوست سرو تولید او چنجیو روزلو برخه کې روزنه ورکړل شوه
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام له لورې روداتو ولسوالی ۱۰۰ تنو نارینه او مېرمنو ته د عضوي سرو تولید او چنجیو روزلو په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست سرپرست او دعشر امر مولوي سلیمان اسامه د ورکشاپ ګډوالو ته وویل، چې د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي عضوی سرو صنعت ته پراختیا ورکړي، ترڅو پر کیمیاوي سرو اتکاء کمه شي؛ ځکه کیمیاوی سرې د چاپېریال د ککړتیا سربېره په انسانانو کې د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.
ښاغلي اسامه بزګرانو ته وویل، چې د ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي ترڅو په خپلو کلیو کې نورو بزګرانو ته یي ورسوي او نور خلک تري هم برخمن شي.
هغه وویل بزګرانو ته د چنجیو روزلو، ساتنې، خوراک، سرې اخېستلو، رطوبت او نورو اړونده برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام مسؤل داکتر معین خان توتاخېل وویل، چې دوی غواړې په راتلونکی کې یاد پروګرام نورو ولسوالیو ته هم وغځوي ترڅو د ورمي کمپوست سرو سره د بزګرانو بلدتیا زیاته شي.
ښاغلي توتاخېل وویل هر بزګرته د چنجیو روزلو او کمپوست سرو زیاتوالي په پار وسایل او چینجي هم ورکړل شول.