روزګان کې د اوبولګولو دیوې پروژې چارې پیل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۲۹
روزګان کې د اوبولګولو دیوې پروژې چارې پیل شوې


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د روزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د کرنا کانال رغنیزې چارې پیل شوې.
د چارواکو په خبره یاد کانال به په پاخه او اساسي ډول ورغول شي، چې په رغېدو سره به یې ۶۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.
دغه کانال چې د ترینکوټ د کرنیزو ځمکو او بڼونو خړوبولو په موخه جوړېږي، د سیمې د زرګونو بزګرانو لپاره د اوبو د دوامداره او خوندي لاسرسي په برخه کې یو مهم پرمختګ رامنځته کېږي او د اوبو رسولو کې به د یادې سیمي وګړو ته اسانتیا رامنځته شي.
بل لور ته د سیمې خلکو بیا د کرنې او اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې دا ډول پروژې ډېرې ګټورې وبللې هغوی د کرنې وزارت او اړوند ریاستونو څخه مننه وکړه، چې ددوی لپاره داسې بنیادي پروژې پلي کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت