هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۱۳:۵۴
 هلمند کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوې

۱۵ لړم ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار ۱۹۰ زره تصدیق شوي میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره دغه شمېر نیالګي ددې ولایت په نرسریو او قوریو کې روزل شوي دي.
د دغو نیالګیو له ډلې نږدې ۱۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي یې د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتي ۹۰ زره یې د کرنې ریاست تر څار لاندې د خصوصي سکټور له خوا چمتو شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته سږ کال هم نږدې درې زره جریبه مېوه لرونکي بڼونه جوړ کړي او د یادو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بزګرو وېشل کیږي.
د هلمند د کرنې اداره هڅه کوي، چې هلمند کې بڼوالۍ ته وده او پراختیا ورکړي او هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډ وخت کې مېوه نیسي او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت