ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د پروسس او تېلو د تولید په موخه د یاد شرکت د زیتون فابریکې ته ولېږدول شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر پراخه ځمکه د زیتون بڼونه جوړ شوي، چې هر کال ترې د پام وړ حاصلات ترلاسه کېږي او د زیتون تېلو او اچارو په تولید کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
د یاد شرکت چارواکي وایي، چې د زیتون د حاصلاتو له پخېدو سره هم‌مهاله، د دغو محصولاتو د پروسس، بازارموندنې او صادراتو د پراختیا لپاره هڅې هم روانې دي، څو د کورنیو بازارونو ترڅنګ بهرنیو بازارونو ته هم د زیتون د محصولاتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.
په همدې لړ کې، د ازبیکستان هېواد د «یوباف» خصوصي شرکت استازو د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون تېلو او اچارو د پېرلو او ازبیکستان او د نړۍ نورو بازارونو ته د صادرولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د همدې موخې لپاره د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي په کاري دفتر کې د دواړو لورو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یاد شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس مولوي نعمت الله سالک، د مالي او اداري چارو رییس محمد اجان راشد، د پلور لوی مدیر انجنیر امیرالله، د مطبوعاتو لوی مدیر سید همایون غریب مل او د ازبکستان د «یوباف» خصوصي شرکت استازو عبدالرسول او اعظم ګډون کړی و.
د ناستې پر مهال د زیتون د محصولاتو د پېرلو، بهرنیو بازارونو ته د لېږد، د زیتون فابریکې د عصري ماشینونو په وسیله د سمبالولو، د تولیدي ظرفیت د لوړولو او د صادراتو د پراختیا په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. همدارنګه، دواړو لورو د سوداګریزو همکاریو پر نورو فرصتونو هم بحث وکړ.
د ازبیکستانی خصوصي شرکت استازو د خپلې لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون له فابریکې او بڼونو څخه هم لیدنه وکړه او د زیتون د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ له بهیر سره له نږدې بلد شول.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې د زیتون د کرنې او تولید لپاره مناسب اقلیمي شرایط لري. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون بڼونه او د پروسس فابریکه د هېواد د زیتون تېلو او اچارو په تولید کې مهم رول لري او د کورني تولید د پیاوړتیا، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو او د بازارموندنې د فرصتونو په پراختیا کې د پام وړ ارزښت لري.
تمه کېږي، چې د زیتون د نویو حاصلاتو په ترلاسه کېدو او له بهرنیو سوداګریزو شرکتونو سره د احتمالي همکاریو په پراختیا سره به د زیتون د تېلو او اچارو تولید زیات، د کورنیو محصولاتو لپاره به د صادراتو نوي فرصتونه برابر او د هېواد د کرنیز اقتصاد د ودې او پراختیا لپاره به اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت