د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو دپراختیايي پروګرام له مرستیالې سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۴۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو دپراختیايي پروګرام له مرستیالې سره وکتل


۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې مېرمن ډېول سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي عثماني د افغانستان د کرنيزو محصولاتو لپاره د ملي او نړۍوالو بازارونو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ او د ملګرو ملتونو د پروژو له مسوولينو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې زياته پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو پروژې باید د کرنې وزارت سره په همغږۍ د اقتصادي ودې، کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنې او له بزګرانو سره د ملاتړ په برخه کې تمرکز وکړي.
مېرمن ډېول د کرنې، مالدارۍ او افغاني محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکاریو د دوام د بیانولو ترڅنګ وویل: «افغان بزګران او خلک لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او موږ به دغو همکاریو ته دوام ورکړو».
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، د ملګرو ملتونو د نړۍوالې پراختیا شبکې په توګه، په هېوادونو کې د مثبت بدلونونو ملاتړ کوي او د پوهې، تجربو او اړینو سرچینو په برابرولو سره د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هم په پام کې لري، چې د ملي او نړۍوالو بنسټونو د پام په جلبولو د اوبو د مدیریت، د بې وزلۍ د کمولو، د کار د فرصتونو د زیاتوالي او پراختیا په برخه کې د بېلابېلو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي، ترڅو د کرنې او مالدارۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون برنامه توسعه سازمان ملل متحد
۱۶ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با خانم دیول معاون برنامه توسعه سازمان ملل متحد در دفتر کارش دیدار و گفتگو کرد.
مولوی عثمانی در این دیدار بر ضرورت ایجاد بازارهای ملی و بین‌المللی برای محصولات زراعتی افغانستان تأکید کرده و از مسئولان پروژه‌های سازمان ملل خواست تا در این زمینه توجه بیشتری به خرج دهند. وی افزود که پروژه‌های سازمان ملل باید با هماهنگی وزارت زراعت، در راستای رشد اقتصادی، بازاریابی محصولات زراعتی و حمایت از دهاقین تمرکز کنند.
خانم دیول نیز ضمن اعلام تداوم همکاری‌های سازمان ملل در زمینه زراعت، مالداری و بازاریابی محصولات افغانستان، بیان کرد: «دهاقین و مردم افغانستان نیازمند حمایت و کمک بیشتر هستند، و ما به این همکاری‌ها ادامه خواهیم داد».
برنامه توسعه ملل متحد، به عنوان شبکه توسعه جهانی سازمان ملل، با فراهم کردن دانش، تجربه و منابع لازم، از تغییرات مثبت در کشورها حمایت می‌کند و به بهبود زندگی مردم کمک می‌نماید.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان نیز در نظر دارد با جلب توجه نهادهای ملی و بین‌المللی، زمینه تطبیق پروژه‌های مختلف در بخش مدیریت آب‌ها، کاهش فقر، افزایش فرصت‌های شغلی، و ترویج زراعت و مالداری را فراهم ساخته و به رشد اقتصادی کشور کمک کند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت