د فراه کرنې ریاست کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۴۶
د فراه کرنې ریاست کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه دکرنې ریاست اړوند څېړنیزو فارمونو کې د کرنې او وټرنرۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې او وټرنرۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ددې شرکت څېړنیزو فارمونو څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې انسټیټوټ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوه.
ددې عملي زده کړو په ترڅ کې د فارم د بېلابېلو تجاربو، مورنیو او هستیو تخمونو د روزلو او مېوه لرونکو بڼوڼو او د ونو پيوند په اړه زده کړیالانو ته معلومات ورکول کېږي..

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۹
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ او د «اوآرډي». . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۱۸۴ سره مېښو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

بازگشت