د پکتیکا د کرنې رییس د ځنګلونو ساتنې پر ګډ مسؤلیت ټینګار وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۴۹
د پکتیکا د کرنې رییس د ځنګلونو ساتنې پر ګډ مسؤلیت ټینګار وکړ

د پکتیکا ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي محمدزمان عمري په بار وړممي، نعمت‌آباد، او شکین ولسوالیو کې د ځنګلونو ساتنې په اړه د یوې لویې غونډې مشري وکړه. په غونډه کې د یادو ولسوالیو ولسوالانو، د استخباراتو او قومندانیو استازو او قومي مشرانو ګډون کړی و. د ولایت مقام استازي نورالله، د امنیه قوماندانۍ استازي فاروق، د استخباراتو استازي اسدالله، د قول اردو استازي مجاهد، د علماء شورا استازي جنت ګل، د اراضي امر مولوي تاج محمد زنداني او د کرنې د کمیټې نور غړي هم د غونډې برخه‌ وو.
په پرانیستونکې وینا کې، الحاج مولوي محمدزمان عمري د غونډې ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د افغانستان اسلامي امارت د قومونو یووالي ته د کار کولو ژمنه یې تازه کړه. نوموړي وویل، "ځنګلونه زموږ ملي شتمني ده او د دوی ساتنه د قومونو په کلک ملاتړ سره ممکنه ده." ده زیاته کړه چې د هېواد خپلواکۍ او امنیت سره، اوس وخت د دې دی چې په ګډه د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړو.
الحاج مولوي محمدزمان عمري د غیر قانوني ځنګل وهلو مخنیوی اړین وباله او له قومي مشرانو یې وغوښتل چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې د افغانستان اسلامي امارت ټینګ ملاتړ وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، "د ځنګلونو وهلو ډېر زیانونه دي، لکه د سیلابونو خطر او د ملي شتمنۍ له منځه تلل." هغه د ځنګلونو ګټې د پاکې هوا او نورو اقتصادي ګټو په توګه یادې کړې او خلکو ته یې د ځنګلونو د ساتنې اهمیت وښود.
د کرنې ریاست رییس وویل چې د کمیټې پرېکړه دا ده چې د ځنګل وهنې مخه په هره ممکنه توګه ونیسي او قومي مشران یې د دې مسؤلیت لومړۍ کرښه وګڼله. مولوي محمدزمان عمري زیاته کړه، "د ځنګلونو ساتنه یوازې د دولت مسؤلیت نه دی؛ ولس هم مکلف دی چې د ملي شتمنیو په ساتنه کې د دولت ملاتړ وکړي."
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې اسلامي امارت به د ځنګل وهلو د مخنیوي لپاره خلکو ته بدیلې لارې چارې ولټوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې ګامونه پورته کړي. هغه وویل چې د لرې پرتو سیمو اقتصادي ستونزې، په ځانګړي توګه د ځنګل وهلو د مخنیوي لپاره، حل کول اړین دي او اسلامي امارت به انشاءالله په دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۳ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۰
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په فارمونو کې د غنمو پراخ کښت؛ ولاړ کښت په ښه حالت کې دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مطبوعاتو له مخې، د یاد شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر پراخو او حاصلخېزو ځمکو د غنمو پراخ کښت ترسره شوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د عزیزی ګروپ له چارواکو سره وکتل

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مقر کې د «عزیزی ګروپ» له اجرائیوي رییس. . .

بازگشت