د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او احیاء کمېټې علینګار ولسوالۍ ته سفر وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۴۴
د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او احیاء کمېټې علینګار ولسوالۍ ته سفر وکړ

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې او احیاء چارو کمېټې مسؤلینو علینګار ولسوالۍ ته سفر وکړ، چې په دې سفر کې یې د لغمان امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال قاري عبدالباسط صدیق الرحمن، د ولایت مقام، د علماؤ شورا، قول اردو او لېوا او د استخباراتو استازو هم ملتیا کوله. پلاوي په علینګار ولسوالۍ کې له مرستیال مولوي محمد نعیم حقاني سره د ناستې وروسته د دې ولسوالۍ لېرې پرتو غرنیو سیمو ته چې تګ، سالاب، نورلام صیب، کلمان، باغه ګل او ساؤ درو ولسونه پکې شامل دي، د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په اړه ولسي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د علینګار ولسوالۍ مرستیال مولوي محمد نعیم حقاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دوی د هڅو څخه یې مننه وکړه چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې کړې دي. هغه د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د سیمو ولسونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو ځنګلونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورپسې، د ولایت امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال قاري صدیق الرحمن او د علماؤ شورا استازي مولوي محمد هاشم هم خبرې وکړې، چې پکې یې د ځنګلونو ګټې ولسونو ته تشریح کړې او له ولسونو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل چې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې، په ولایت کچه د ځنګلونو ساتنې او احیاء لپاره دغه کمېټه جوړه شوې، چې هرې ولسوالۍ ته به سفر کوي او له ځنګلیزو سیمو نږدې وګړو او قومي مشرانو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي. نوموړي د ځنګلونو تولیدي او محافظوي ګټې ولسونو ته بیان کړې او له هغوی یې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د سیمو ولسونو د راغلي پلاوي له دې هڅو څخه مننه وکړه، چې له نږدې یې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی ژمنه وکړه چې د تېرو په څېر به د ځنګلونو ساتنه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې طبیعي ځنګلونه پرې کړي. دغه راز، ولسونو یو شمېر غوښتنې هم له پلاوي سره شریکې کړې، چې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت