کندهاره څخه په لومړي ځل قزاقستان هېواد ته انار صادر شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۰:۶
کندهاره څخه په لومړي ځل قزاقستان هېواد ته انار صادر شوه

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو پر اساس، په لومړي ځل د کندهار ولایت څخه قزاقستان هېواد ته ۲۳ ټنه انار صادر شول.
یاد انار چې ټول ۲۳ ټنه جوپه وه. د قزاقستان هېواد د یو سوداګر له لوري د تورغونډۍ بندر له لارې د یاد هېواد الماتا ښار ته صادر شوي دي. قزاقستان ته د انارو صادرولو تړون یاد هېواد ته د افغان پلاوي د سفر کولو پر مهال د یاد هېواد له خصوصي سکټور سره لاسلیک شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په اوږدو کې د قزاقستان په ګډون، متحده عربي امارات، هند، انګلستان، قرغیزستان، لبنان او پاکستان هیوادونو ته هم تر ۶ زره ټنه زیات انار صادر شوي دي او لاهم د انارو صادرات روان دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

بازگشت