د پکتیا جاني خېلو کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۱۰

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي او د پاملرنې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د جاني خېلو ولسوالی اړوند د اورګوړپه کلي کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې.
ددې پروژې په پیل غونډه کې د جاني خېلو ولسوال محمد نبي «جاویدالرحمن»، د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي، د امر بالمعروف آمر، د پاملرنې مؤسسې استازو او دیادې ولسوالی قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړی وو.
د جاني خېلو ولسوال محمد نبي «جاویدالرحمن» وویل، چې ددې پروژې په ترڅ کې ۲۵۰ متره کانال او سربند او ۲۰۰ متر محافظتي دېوال جوړېږي، چې په بشپړېدو سره یې ډېر شمېر کرنیزې ځمکې ته پر وخت د اوبو رسولو ترڅنګ ډېری کرنیزې ځمکې او کورونه له سېلابونو خوندي کېږي.
دغه پروژه، چې د نږدې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې میاشتې په موده کې پلي کېږي، په ترڅ کې یې یوشمېر سیمه ییزو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

بازگشت