د کندهار بولدک کې د غواګانو پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۴:۲۵
د کندهار بولدک کې د غواګانو پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (ایف. اې. او) په مالي همکارۍ، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پوستکي ناروغۍ (Lumpy Skin Disease) د مخنیوي لپاره کمپاین رسماً پیل شو.
د دې کمپاین په ترڅ کې یو زر او ۵۰۰ ډوزه واکسین د یادې ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او اوبولګو آمریت په تخنیکي همکارۍ، یو زر او ۵۰۰ غواګانو ته تطبیق کېږي. د پوستکي ناروغي چې یواځې په غواګانو کې ليدل کېږي، د شيدو د کمښت، پوستکي خرابوالي، د څارویو د مړینې او د څارویو محصولاتو د کموالي سبب کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د پوستکي ناروغۍ لپاره د ټول کمپاین په اوږدو کې ۵۵ زره ډوزه واکسین چمتو شوی، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د کندهار په ژړۍ، دامان، ډنډ، ارغنداب، پنجوايي، لوړ او کښته شاولیکوټ، لوړ او کښته میوند، سپین بولدک ولسوالیو او د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د مالدارۍ آمریت په تخنیکي مرسته تطبیق شي. تر دې وړاندې یاد کمپاین د کندهار ښار په دوو ناحیو کې په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت