هلمند کې د کورنیو شاتو ترویج په موخه هټۍوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۴۸
هلمند کې د کورنیو شاتو ترویج په موخه هټۍوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د مرکز لښکرګاه لسګونو هټۍوالو ته د کورنیو شاتو د ترویج په موخه عامه پوهاوی ترسره شو. 
په دې عامه پوهاوي کې، هټۍوالو ته د بې کیفیته شاتو او هغو محصولاتو چې د معتبرې سرچینې تاییدي نه لري، د مخنیوي سپارښتنې وشوې. همدارنګه، د هلمند د باکیفیته او خالصو شاتو د پېرودنې او پلورنې توصیه وشوه ترڅو له یوې خوا کورنیو شاتو ته بازار موندنه وشي او له بلې خوا هلمندوالو ته صحي او کیفیت لرونکي محصولات وړاندې شي.
په دې وروستیو کې د هلمند کرنې ریاست د کورنیو شاتو د صنعت ترویج ته پاملرنه زیاته کړې او هڅه کوي چې د بهرنیو شاتو پر ځای، د ځایي شاتو تولید او استعمال ته وده ورکړي، ترڅو سیمه‌‌ییزو بزګرانو او هټۍوالو ته اقتصادي ګټه ورسېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت