د عشر او زکات ریاست پلاوی د لوګر عشر او زکات کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۲:۵۵
د عشر او زکات ریاست پلاوی د لوګر عشر او زکات کارکوونکو سره وکتل

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات د عشر او زکات ریاست پلاوی چی مشري یې د عشر او زکات د انسجام رییس مولوي نصرالله مظهري کوله د لوګر مرکز او ولسوالیو د عشر او زکات کارکوونکو سره وکتل.
دغه غونډه، چې د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوی وه راغلي پلاوي دعشر او زکات دعوایدو په شفاف ډول ټولولو، دتېر کال او سږ کال عوایدو پرتله کولو په موخه خبرې اترې وکړې.
د عشر او زکات د انسجام رییس وویل د عشر او زکات لوي ریاست غواړي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عشر او زکات کارکوونکو ستونزي، لاسته راوړني، راتلونکي پلانونو او په شفاف ډول د عوایدو راټولولو کې ددوي د کارونو څخه څارنه ترسره کړي.
ښاغلي مظهری وویل، چې دوی د مرکز سربېره د ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو ستونزو حل په موخه ولسوالیو ته سفرونه ترسره کوي، ترڅو معلومه کړي چې په کومه برخه کې مدیران ستونزي لری؛ ترڅو دحل لاره ورته ولټول شي.
نوموړې وویل د تېر کال او سږ کال عوایدو ټولولو او د پرچو تطبیق په موخه دبزګرانو سره هم ناستې ترسره کوي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید راغلو مسؤلینو ته دښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت