د کانال شرکت رییس د ازبیکستان د نباتي تخمونو او ناروغیو متخصص تورکین اقا سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۲۶
د کانال شرکت رییس د ازبیکستان د نباتي تخمونو او ناروغیو متخصص تورکین اقا سره وکتل

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس سېد محمد نعیم «محمدي » په داسې حال کې، چې د یاد شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې چارو رییس انجنیر ندې الله نیازی او د یاد شرکت ویاند سید همایون غریبمل یې ملیتا کوله د ازبیکستان د نباتي تخمونو او ناروغیو متخصص توکین آقا سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د فني او مسلکي برخې پر پیاوړتیا، وړتیا لوړونه، ګډ  کار کول، کرنیزو تخمونو ترویج ، د اصلاح شوو تخمونو کښت او ترویجول، د کرنې میکانیزه کول، د اوبه خور د څاڅکو سیستم برخې ته پاملرنه او یوشمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
 په همدې حال کې د ننګرهار کانال شرکت رییس سېد محمد نعیم «محمدي » یادو چارواکو ته د هرکلی ترڅنګ دوی ته په يادو شوو برخو کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت