هلمند کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدو د پروسس فابریکه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۰:۴۶
هلمند کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدو د پروسس فابریکه جوړېږي

د هلمند ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د لښکرګاه ښار په مرکز کې د خصوصي سکتور له خوا د شاوخوا ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدو د پروسس یوه فابریکه جوړېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج صاحب، د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او نورو مسؤلینو سره نن له غرمې مخکې د یادې فابریکې د رغنیزو چارو او راوړې ماشینرۍ له نږدې لیدنه وکړه.
یاده فابریکه د کرنې ریاست اړوند خالص ملکیت کې، د خصوصي شرکت له خوا او د ځانګړي قرارداد له مخې جوړېږي. په دې فابریکه کې به هره ورځ ۴۰ مټریک ټنه شیدې پروسس کېږي او لبنیاتي محصولات به یې د هلمند په شمول نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
د ظاهرشاه د حکومت پر مهال فعاله شوې دغه فابریکه، چې د وروستیو انقلابونو په جریان کې ویجاړه شوې وه، وروسته له لسګونو کلونو بېرته رغول کېږي. د دې فابریکې له رغېدو سره به ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د ځایي مالدارانو لپاره به د شیدو بازار موندنه هم اسانه شي. د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په دې ولایت کې مؤثرې او بنیادي پروژې طرح او تطبیق کړي او تر دې وړاندې یې هم ورته عملي اقدامات ترسره کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت