د لغمان د کرنې رییس او د اکشن ایډ مؤسسې د سي.بارډ.ال پروژې ولایتي مسؤل تر منځ د همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۵۱
د لغمان د کرنې رییس او د اکشن ایډ مؤسسې د سي.بارډ.ال پروژې ولایتي مسؤل تر منځ د همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې


١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خپل دفتر کې د اکشن ایډ مؤسسې اړوند د (سي.بارډ.ال) پروژې ولایتي مسؤل ګل ویس وزیر او د دې پروژې نورو همکارانو سره وکتل، ترڅو د چارو د ښې همغږۍ او راتلونکو برنامو په اړه خبرې وکړي.
په دې کتنه کې د (سي.بارډ.ال) پروژې مسؤل ګل ویس وزیر د پروژې په تېرو فعالیتونو او نويو برنامو رڼا واچوله. هغه د کرنې ریاست څخه مننه وکړه، چې تل یې د دوی سره د فعالیتونو په تطبیق کې همکاري او سپارښتنې کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې پلان لري په لغمان کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره یو نندارتون پرانیزي ترڅو د بزګرانو تولیدات بازار ته وړاندې شي. همدارنګه یې یادونه وکړه چې د مهترلام او قرغیو په ولسوالیو کې د کانالونو د رغنیزو چارو پروژې هم تطبیق کوي.
په ورته وخت کې، د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد د اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د چارو په پلي کېدو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه له دوی څخه مننه وکړه چې تل یې د کرنې ریاست سره په تفاهم او ښې همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کړي دي. رئیس زیاته کړه چې د متوازنې پراختيا په پار، د لغمان په پاتې ولسوالیو کې هم د پروژو پلي کېدو ته اړتیا ده او دوی یې وهڅول چې خپل پروګرامونه پراخ کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د مالوچو د بیو راټیټېدو او د بزګرانو د زیانونو د لاملونو د څېړلو په پار بلخ ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټېدو د عواملو د ارزونې او د بزګرانو د زیان د مخنیوي لپاره د مؤثرو لارو د موندلو په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

بازگشت