د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت فاریاب

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره یې وکتل. 
په دې لیدنه کې د فاریاب د کرنې ریاست کاري وضعیت او فعالیتونه و ارزول شول او د مالي او اداري چارو د ښه والي، تدارکاتو، عشر او زکات، مخابراتي انتنونو د تثبیت او ارزونې، ځمکنیو چارو او نورو اړوندو برخو په اړه خبرې وشوې.          د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د چارواکو د راپور له اورېدو وروسته، د شفافیت پر تأمین، د اداري او مالي چارو پر لا ښه تنظیم، د کارکوونکو او مراجعینو د ستونزو پر حل، د بېلابېلو برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا او د اصولو او مقرراتو مطابق د چارو پر ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د کاري بهیر د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او له چارواکو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د مسؤولیت‌پالنې او لا ډېرو هڅو له لارې هېوادوالو ته اغېزمن او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.                                        د فاریاب د کرنې ریاست چارواکو هم د وزارت د پروګرامونو د پلي کولو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د خدمتونو د ښه والي لپاره پر خپلو هڅو د دوام ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت