لوګر کې د اوبولګولو د دوو شبکو د بیارغولو چارې روانې دي
۶ لړم ۱۳۹۸
د لوګر ولایت د پادخواب په سیمه کې د میر سید محمد ولي او مزار د اوبولګولو د شبکو د بیارغولو چارې په چټکۍ سره رواني دي، چې ډېر ژر به یې د بیارغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د اوبولګولو د یادو دواړو شبکو ټولیز اوږدوالی ۱۲.۷ کیلو مترو ته رسیږي.
د اوبولګولو دغه شبکې نږدې ۹۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او زرګونه تنه له دغو شبکو څخه ګټه پورته کوي.
دمګړۍ د دې شبکې د بیارغولو په چارو کې هره ورځ یو شمېر سیمه ییز کارکوونکي په کار بوخت دي او په پام کې ده چې، ډېر ژر یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبولګولو د دغو شبکو په جوړېدو سره ۴۰ سلنه د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او د کرنیزو محصولاتو د ۲۰ سلنې زیاتوالي سبب هم کیږي.