کندهار کې پر ۱۹۰۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۳:۴


١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د سږ کال لپاره د پیازو کرنې په موخه سروې کړې، چې د دامان، بولدک، میوند، خاکریز، ژړۍ، ډنډ او پنجوايي ولسوالیو په ګډون، پر ۱۹۰۰ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي دي.
د پیازو دغو کروندو څخه به سږ کال ٦٨ زره او ٢٥٠ ټنه حاصل ترلاسه شي. د کندهار دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د پیازو لپاره مناسبه بازارموندنه وکړي او د پیازو بیې په هېواد دننه او بهر کې د کروندګرو په ګټه وي.
یادونې وړ ده، چې په کندهار کې تېر کال هم پر همدې کچه ځمکه پیاز کرل شوي وو، چې ورته حاصلات یې ورکړي وو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۴
Background image

د ننګرهار کانال د زیتونو حاصلاتو د پام وړ زیاتوالی؛ ۱۷۰ ټنه زیتون د پروسس لپاره فابریکې ته لېږل کېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورم فارم، چې د دغه شرکت له مهمو میکانیزه او تولیدي فارمونو څخه شمېرل کېږي، سږکال د زیتونو د حاصلاتو د پام. . .

بازگشت