ننګرهار کې دوریجو اړتیا معلومولو په موخه د شولو ۲۵۸ نمونې واخېستل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۴:۱۲
ننګرهار کې دوریجو اړتیا معلومولو په موخه د شولو ۲۵۸ نمونې واخېستل شوې

١٧ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او احصایي ملي ادارې په ګډې همکارۍ د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې د شولو  نمونو اخېستلو سروې پای ته ورسېده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د ننګرهار ۱۳ ولسوالیو په ۹۱ کلیو کې ۲۵۸ شولو نمونې واخېستل شوې.
ښاغلي محسن وویل، چې د ننګرهار د کرنې ریاست مسلکي کارکوونکو له لورې په هر کلي کې د شولو درې ـ درې نمونې د حاصل معلومولو په موخه اخیستل شوي.
د کرنې وزارت داحصایي برخې کارپوه انجنیر امر امرالدین صدیقي وویل، چې د ننګرهار په سره رود، خوږیاڼو، حصارک، بهسود، کوزکونړ، کامه، دره نور، هسکه مېني، سپین غر، کوټ، بټي کوټ، پچیراګام  او مومندرې ولسوالیو کې د شولو حاصل معلومولو په موخه د نمونو اخیستل پای ته رسیدلې او د نمونو د وزن، اندازې او رطوبت معلومولو چارې دوام لري.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې د یاد سروې موخه د وریجو د داخلي تولیداتو اړتیا او اندازې معلومول دي، ترڅو معلومه شي، چې څومره تولید لرو، اړتیا څومره ده چې دهغې پر اساس د وریجو تولیدات او واردات ترسره شي.
دغه راز د یادو ولسوالیو ۲۶ تنو کارکونکو ته د سروې ترسره کولو په موخه روزنه هم ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت