کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۴:۵
کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د کاپیسا دکرنې رييس مولوي محمدرحیم نعماني په مشرۍ ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.

۱۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د کاپیسا دکرنې رييس مولوي محمدرحیم نعماني په مشرۍ ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د کاپیسا دکرنې رييس او د کمېټې مولوي محمدرحیم نعماني لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
د غونډې په ترڅ کې پرځینو مسایلو لکه مرکزي کمیسیون څخه د استول شویو دوسیو او د قضایای امارت له خوا پر ترتیب شویو موضوعاتو خبرې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د مالوچو د بیو راټیټېدو او د بزګرانو د زیانونو د لاملونو د څېړلو په پار بلخ ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټېدو د عواملو د ارزونې او د بزګرانو د زیان د مخنیوي لپاره د مؤثرو لارو د موندلو په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

ننګرهار کې د څارویو خوندیتوب په پارهڅې؛ د ناروغیو ۵۰ نمونې واخیستل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مرسته د ننګرهار له بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

هلمند کې د کب روزنې مخ پر وده صنعت؛ هره میاشت ۳۰ زره کیلوګرامه کبان تولیدېږي

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولايت د کب روزنې فارمونو د ټولنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې صنعت د پرمختګ په حال کې دی او اوس مهال د کبانو. . .

بازگشت