هلمند کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه
١٥ تله ۱۴۰۳ه.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولایت د مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې د ترویج مدیریت ګډ پلاوي په یادو سمیو کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور مخنیوی، مالدار ته نسخې ورکول، په خپل سر د هټيو پرانیستلو مخنیوی او د غير قانونې درمل پلورولو مخنیوی دی.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.