د ځنګلي ونو او طبي بوټو د استفادې کړن لاره د کرنې وزیر ته وړاندې شو 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۱
د ځنګلي ونو او طبي بوټو د استفادې کړن لاره د کرنې وزیر ته وړاندې شو 

د پستې، جلغوزیو، چهارمغزو، غرنی بادامو، زړو او له لرګیو پرته د  ځنګلونو د حاصلاتو د استفادې کړن لاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري ته وړاندې شو.
دغه کړن لاره د امیر المؤمنین حفظه الله له لارښوونو سره سم، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست د متخصصینو لخوا چمتو شوی، چې څلور څپرکۍ او ٢٧ مادې لري.
دا کړنلاره د ځنګلونو د ساتنې، د ځنګلي ونو د محصولاتو لکه پستې، جلغوزي او غرني بادامو د راټولولو په موخه جوړه شوې ده.
په هغه غونډه کې، چې ددې کړن لارې د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه، دکرنې وزیر له ځنګلونو څخه دوامداره او اغېزمنه ګته اخیستنه د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن و باله او د ځنګلونوساتنې، د محصول د راټولولو په برخه کې د نظم راوستلو او د ځنګلونو د خوندیتوب په موخه له اړوندو ادارو سره د همغږۍ په برخه کې خپل نظریات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

طرزالعمل بهره برداری از درختان مثمر جنگلی و نباتات طبی  به وزیر زراعت ارائه شد
طزالعمل بهره برداری از حاصلات پسته، جلغوزه، چهارمغز، بادام کوهی، تخمیانه جات و حاصلات غیر چوبی جنگلات به مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری ارائه شد.
این طرزالعمل طبق هدایت عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله از طرف متخصصان ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت تهیه شده و دارای ۴ فصل و ۲۷ ماده می‌باشد.
 این طرزالعمل به منظور حفاظت از جنگلات، جمع آوری محصول درختان جنگلی چون پسته، جلغوزه و بادام کوهی تهیه شده است.
 در مجلس ارائه این طرزالعمل وزیر زراعت استفاده از پایدار و موثر از جنگلات را جهت تقویت اقتصاد کشور موثر عنوان کرده نظریاتش را در قسمت حفاظت از جنگلات، آوردن نظم در جمع آوری محصول و هماهنگی با ادارات جهت حفاظت از جنگلات شریک کرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت