پکتیکا کې د چهارمغزو ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ قومي مشرانو سره غونډه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۲۳
پکتیکا کې د چهارمغزو ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ قومي مشرانو سره غونډه وشوه

۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې د چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه هڅې ګړندي کړي، چې په ترڅ کې یې له قومي مشرانو او اړوندو چاراکو سره د ځنګلونو د خوندیتوب په پار خبرې اترې کوي.
ددغو هلو ځلو په دوام د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکو چهارباران ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له ولسوال، سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره د ځنګلونلو د خوندیتوب او پراختیا په پار خبرې اترې وکړې. 
د پکتیکا دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې ډېروي، ځکه ځنګلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه په خپله غيږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي. همدا راز ځنګلونه د ژوند ارزښت لرونکي اړتیاوې هم برابره وي، چې په ګڼو برخو لکه د سون لرګیو، ودانیزو چارو، د مېوو او نورو فرعي محصولاتو په توګه ترې کار اخېستل کیږي، چې دا ټول د انسانانو او وحشي حیواناتو د ژوند کولو لپاره خورا اړین دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت