کندهار کې د پستې ۱۰ زره او ۶۲۴ نیالګي پیوند شول

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۴:۵۱
 کندهار کې د پستې ۱۰ زره او ۶۲۴ نیالګي پیوند شول

۴ لړم ۱۳۹۸
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مرسي کور بدیل معیشت پروګرم په همکارۍ د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې د پستې بڼونو د پیوند چارې بشپړ کړ. د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې لړۍ کې د پستې ۱۰ زره او ۶۲۴ نیالګي پیوند شوي او ترڅنګ یې د پستې بڼوالو ته د پیوند عملي لارې چارې هم ښودل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې د همکارو موسسو او خلکو په همکارۍ په تېرو درېوو کلونو کې په دې ولایت کې د پستې څه باندې دوه زره جریبه نوی بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په راتلونکو څو کلونوکې د انارو، انګورو او انځرو ترڅنګ پسته به هم ددې ولایت د صادراتو په لست کې شامل شي.
په کندهار کې د پستې دوه زره جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړ شوي دي، چې یاد ولایت د تازه مېوو له ډلې انګور او انارو په برخه کې مخکښ ولایت دی. د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم هڅوی، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې. . .

بازگشت