د کندهار پنجوایي کې پر ۲۵۰ کورنیو وزې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۲۲
د کندهار پنجوایي کې پر ۲۵۰ کورنیو وزې ووېشل شوې

د کندهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د پراختیاي ادارې په مالي او د اسلامیک هوساینې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په پنجوایي ولسوالی کې پر ۲۵۰ بېوزلو کورنیو وزې او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته  وزې او د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص او انتخاب سروې په شفاف ډول ترسره شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.
په همدې حال کې، له دغو مرستو برخمن شوي کورنۍ له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم، د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت