پکتیکا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ د سروضي قومي مشرانو سره ناسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۱۱
پکتیکا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ د سروضي قومي مشرانو سره ناسته وشوه

۲۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی صدر ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام د سروضې ولسوالی قومي مشرانو سره دځنګلونو د قطع مخنیوي په موخه ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د پکتیکا دکرنې رییس په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه ولاړ شي، نوموړي مشرانو ته په ټينګار سره وويل، چې هر څوک د لمدو لرګيو په پېر، پلور او قاچاق ونيول شول د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
د پکتیکا دکرنې رییس له یادو قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې د ځنګلونو په خوندیتوب او پراختیا کې دې دکرنې ریاست سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د سروضې ولسوالی قومي مشرانو د پکتیکا دکرنې رییس سره دهر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت