د هلمند خانشین کې د ولسي خلکو په غوښتنه لس کیلو متره زابر پاکېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۱۲
د هلمند خانشین کې د ولسي خلکو په غوښتنه لس کیلو متره زابر پاکېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمندولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د پوهې کچې لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ،  دخانشین ولسوالی د مرنجان په سیمه کې شاوخوا ۱۰ کیلومتره زابر پاکېږي. 
دیادې پروسې لپاره د هغو کاریګرو د سروې او انتخاب چارې ترسره شوې، چې په مټ به یې د یاد زابر کارونه ترسره کېږي. 
ددغه زابر په پاکولو سره به نږدې د ۲۰۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې اضافي اوبه وایستل شي او تر ترڅنګ به یې  ۲۷۰ تنو بې کاره خلکو ته د ۴۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شي.
نوموړی زابر چې د کلونو راهیسې یې پاکولو ته اړتیا لرل، خو د سیمې  خلکو نشو کولای، ترڅو په خپل شخصي لګښت یې پاک کړي، دامهال ورته د کرنې ریاست له لوري زمینه برابره شو ترڅو د یادو کرونده ګرو ستونزې ته رسېدنه وکړي.
https://whatsapp.com/channel/0029VajQTqLBKfi8Pt3IRu18

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت